اکسپرس ټریبیون راپور ورکړی، چې طالبان په ۲۰۰۱ م کال کې له ماتې وروسته تسلمېدو ته چمتو وو، خو د سیاسي مشارکت له بهیره د هغوی لېرې کول د دې لامل شول، چې په ۲۰۲۱ م کال کې له سیاسي تجربې پرته، بیا پر افغانستان واکمن شي. راپور کاږي، چې امریکا د طالبانو د انزوا لپاره د نړیوالې اجماع په مشرۍ یو برخلیک ټاکونکی فرصت له لاسه ورکړ او یوازې په ۲۰۲۰ م کال کې د دوحې په هوکړې سره ورسره خبرو ته کېناسته. دا چلند، د طالبانو د کنټرولولو پر ځای، په افغانستان کې د هغوی بیا واکمنېدو ته زمینه برابره کړه. د راپور له مخې، د افغانستان ګاونډیان په ځانګړې توګه ایران او پاکستان له کورنیو کړکېچونو سره سره، لا هم په دې هېواد کې پر تحولاتو پراخ نفوذ لري، خو د ناامنۍ د خپرېدو، کډوالۍ او بلوا د اندېښنو له امله، د طالبانو د رژیم ننګونې نورې هم پیچلې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا کمزوری شوی او هېوادوال په تېره بیا ښځې د زدهکړو او ټولنیزو فعالیتونو په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.



