د پاکستان – چین سوداګرۍ ګډې خونې PCJCCI رئیس ظفر اقبال یوه غونډه کې ویلي، د چین پاکستان اقتصادي کوریډور پروژې CPEC سره د افغانستان یو ځای کېدل به د یاد هېواد په ټولنیز او اقتصادي مسیر کې بدلون راولي. نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان نور وچه کې ایسار نه دی، ګوادر بندر ته د مرکزي اسیا هېوادونو پاملرنې زیاتېدو سره یاد هېواد سیمه کې په مهم سوداګریز دهلېز بدلېدونکی دی. یاد پاکستاني چارواکي سیمه ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ نوي نظم کې د افغانستان رول مخ پر ودې یاد کړی، چې دا د افغانستان لپاره بې ساري فرصتونه برابروي او دغه هېواد منځنۍ اسیا کې د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ په مرکز بدلوي. طالبانو د اقتصاد محوره سیاست په استفادې تېرو څلور کلونو کې هڅه کړې د سیمې له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي چې اوس یې د نړۍ د سترو ځواکمنو اقتصادي هېوادونو پام هم ځانته اړولی دی.



