چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پوتین: له امریکا سره د روسیې اړیکې پر ښه کېدو دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاي د واشنګټن او مسکو ترمنځ په اړیکو کې د ښه والي څرکونه لیدل کېږي او دواړو هېوادونو په شمالي قطب او الاسکا کې د ګډو پروژو په اړه خبرې کړي دي. ولادیمیر پوتین دغه څرګندونې په (نیژني نووګورود) سیمه کې له یوه څېړنیز هستوي مرکز څخه د لیدنې پر مهال کړي دي. پوتین هیله ښودلې چې د امریکا ولسمشر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له ښه کېدو سره مرسته وکړي. د پوتين پر وینا تېره اوونۍ یې په الاسکا کې له ډونالډ ټرمپ سره ښې او مانا دارې خبرې درلودې او راتلونکي ګامونه په امریکا پورې تړاو لري. هغه زیاته کړې روسیه او امریکا په شمالي قطب کې ستر اقتصادي فرصتونه لري، په دې سیمه کې سترې معدني سرچینې شتون لري او په دې ځای کې یو روسي شرکت (نوواتک) د اوبلنو ګازو برخه کې تیار فعال دی. نوموړي دا هم ویلي چې مسکو او واشنګټن په دې سیمو کې د ګډو همکاریو د ارزونې په حال کې دي او د روسیې په اختیار کې اوسنۍ ټکنالوژي هم امریکا ته د پام وړ ده. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین د جګړې له امله د روسیې او امریکا اړیکې له ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.

- Advertisment -spot_img