پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نایجریا کې ۵۰ تنه وژل شوي 

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې وسله‌والو د نایجریا په شمال‌لوېدیځ کې پر یو جومات او کلي برید کړی او ۵۰ تنه یې وژلي دي.  د AFP په راپور کې ویل شوي چې دا برید د سهار لمانځه پرمهال شوی او ۳۰ تنه په جومات کې وژل شوي. د راپور له مخې له دې برید وروسته وسله‌والو د جومات ترڅېرمه کلي ۲۰ کلیوال ژوندي سوځولي دي. د دې سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې دا برید د هغو وسله‌والو غلو له لوري شوی، چې د دې سیمې له خلکو سره د اوبو او ځمکې په خاطر په جګړه بوخت دي.  د دوی پر وینا خورا بد وحشت شوی او هر لور ته جسدونه پراته دي.  د ویلو ده چې نایجریا کې له دې مخکې هم ورته نښتې شوې وې او سلګونو تنو په کې ژوند بایللی و. خو په نایجریا سربېره په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم دا ډول قبیلوي نښتې وخت ناوخت د خلکو د درنې مرګ‌ژوبلې لامل کېږي.

- Advertisment -spot_img