نن د اسد ۲۸ مه له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ له ۱۰۶ کلیزې سره برابره ده. د طالبانو په مشرۍ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرون اعلان وکړ، چې د سې شنبې په ورځ (د اسد ۲۸مه) به په افغانستان کې عمومي رخصتي وي. افغانستان د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹مه د شاه امان الله خان په مشرۍ خپلواکي ترلاسه کړه. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ځینې غړي د غازي امان الله خان کړنې او لاسته راوړنې غندي او له عامه ځایونو څخه یې د پاچا امان الله خان عکسونه لېرې کړي یا پاک کړي دي. شاه امان الله خان د خپل پلار حبیب الله خان له وژل کېدو او د واک پر ګدۍ تر کېناستو وروسته په خپله اجنډا کې خپلواکۍ ته لومړیتوب ورکړ. د افغانستان خپلواکي له بريتانیوي امپراتورۍ سره له درې لویو جګړو وروسته ترلاسه شوه، د انګلیس– افغان لومړۍ جګړه په ١٨٣٩-١٨٤٢ او د انګلیس– افغان دوهم جنګ ١٨٧٨-١٨٨٠، چې دواړه د افغانانو په بریا پای ته ورسېدې.



