په خوست کې په دوو جلا پېښو کې یوې ۱۵ کلنې نجلۍ او یوه ۱۳ کلن هلک د اقتصادي ستونزو او کورنیو شخړو له امله ځانوژنه کړې ده. ځایي سرچینو ویلي، چې دا دوه پېښې د جمعې په ورځ د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې شوې دي. د دغو سرچینو پر وینا، ۱۵ کلنه نجلۍ د دوه منده ولسوالۍ په سید خیلو کلي کې او ۱۳ کلن هلک د خوست د مندوزیو ولسوالۍ په میته خان کلي کې ځانوژنه کړې ده. سرچینې ټینګار کړی، چې دواړه پېښې د اقتصادي فشارونو او کورنیو شخړو له شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ځانوژنې اړوند خبرونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.



