سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین او اروپايي ټولنه د اقلیمي بدلون د مخنیوي هڅې زیاتوي

چین او اروپايي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی به د اقلیم د بدلون پر ضد خپلې هڅې زیاتې کړي. یاده اعلامیه نن په یو ورځنۍ غونډه کې خپره شوې، چې د اروپايي ټولنې مشران یې په بیجینګ کې ترسره کوي. د ځمکې د تودوخې زیاتوالی اوس د نړۍ له لویو ننګونو څخه ګڼل کېږي. اروپايي ټولنه غواړي، چې تر ۲۰۵۰ م کاله پورې د ګلتوني یا مضرو ګازونو خپرېدا تر ممکنه حده راکمه کړي. چین چې د نړۍ د ګلتوني ګازونو تر ټولو ستر تولیدوونکی دی، ژمنه کړې، چې تر ۲۰۶۰ م کال پورې به دغه هدف ته ورسېږي. دواړو خواوو هوکړه کړې، چې په هغو برخو کې به خپلې همکارۍ پراخې کړي، چې د انرژۍ پاکو سرچینو ته د لېږد او د اقلیم د بدلون پر ضد مبارزه په کې شامل دي. خو د اروپايي ټولنې د اقلیم د چارو یوه جګپوړي چارواکي فایننشل ټایمز ته ویلي، بروکسل به تر هغې پورې د اقلیم په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک نه کړي، تر څو چین د ګلتوني ګازونو د کمولو لپاره پياوړي هدفونه مشخص نه کړي. په ځواب کې یې، د چین دولتي ورځپاڼې “چاینا ډېلي” اروپايي ټولنه تورنه کړې، چې غواړي د اقلیم موضوع د فشار وسیله وګرځوي، څو چین دې ته اړ کړي، چې د اوکراین د جګړې په اړه خپل دریځ بدل کړي.

- Advertisment -spot_img