په خیبرپښتونخوا کې د سیلابونو له امله ۱۳ تنه مړه شوي دي. په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي، په مړو شويو کسانو کې نهه ماشومان، درې ښځې او یو سړی شامل دي. د دغې ادارې په خبره، د سېلابونو له امله درې نور کسان ټپیان شوي او په زرګونو کرنیزې ځمکې او کورونه يې ویجاړ کړي دي. د سېلابونو له امله دا مرګژوبله په داسې حال کې ده، چې نن پنجشنبې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د اورښتونو او سېلابونو د راوتو وړاندوینه شوې ده.



