د اوکراین ولسمشر ولوديمیر زېلينسکي ويلي، چې د لومړي ځل لپاره د میراژ۲۰۰۰ په نوم د دغه هېواد یوه جنګي جېټالوتکه لوېدلې ده. د زېلينسکي ويلي: « له بدهمرغه چې دغه جېټالوتکه مو له لاسه ورکړې. دا فرانسوۍ جېټ الوتکه لوېدلې او پېلوټ په بریالۍ توګه له الوتکې د فراشوټ په مرسته وتلی دی. د الوتکې لوېدل د روسیې کار نهدی.» د اوکراین پوځ هم د دې الوتکې لوېدل تاېید کړي او ویلي یې دي، چې د پېښې له امله چاته زیان نهدی اوښتی. د فرانسې میراژ۲۰۰۰ جېټالوتکو پیلوټان د فرانسې په ختیځ کې روزل شوي، څو د داسو جنګي الوتکو جوړولو شرکت له دې الوتکو په جګړه کې کار واخلي. د روان کال په لومړیو کې اوکراین ته د فرانسې د پوځي مرستې د یوې برخې په توګه د یاد جېټالوتکو لېږد پیل شوی، څو د روسیې پروړاندې روانه جګړه کې ترې ګټه پورته کړي.



