سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

اروپايي ټولنه د امریکا د لوړو تعرفو او سوداګریزو ستونزو حل لارې لټوي

اروپايي ټولنې خبر ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پر دې ټولنه د لګول شویو لوړو تعرفو او سوداګریزو ستونزو پر حل لارو او متقابلو اقداماتو کار کوي. رویترز خبري اژانس نن د اروپايي کمېسیون پر حواله راپور ورکړی، چې د دغې ټولنې غړي هېوادونه له امریکا سره د سوداګرۍ په خبرو اترو کې د یوې پایلې د ترلاسه کولو په تمه دي. ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ کمېشنر ماروس سیفکویچ نن ماسپښین د امریکا د سوادګرۍ له وزیر هاورډ لوټنیک سره د لوړو تعرفو په اړه خبرې وکړي. امریکا له اروپايي ټولنې د توکو پر صادراتو لس سلنه او د دې ټولنې د پولادو پر صادراتو ۵۰ سلنه، د المونیو پر صادراتو ۲۵ سلنه او د موټرو پر پرزو ۱۰سلنه تعرفه وضعه کړې ده.

- Advertisment -spot_img