سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: د اړتيا په صورت کې پر ایران بیا بریدونه کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، که اړتیا شوه چمتو دی، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو په پرله‌‌پسې توګه بیا بریدونه وکړي. ټرمپ نن سه‌شنبه پر خپله «ټرټ سوشیل میډیا» یو ځل بیا ادعا کړې، چې پر ایران د امریکا د بریدونو له امله د دغه هېواد اټومي سایټونه له‌منځه وړل شوي دي. د نوموړي دغه څرګندونې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هغو خبرو په غبرکون کې وې، چې ویلي یې دي، د ایران اټومي پروګرام د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پرمهال د اوښتو زیانونو له امله درېدلی دی. خو عباس عراقچي زیاته کړې، چې ایران به د یورانیمو له غني کولو لاس وانه خلي او اوس له امریکا سره خبرو ته نه‌دی چمتو. هغه دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره مرکه کې کړې دي. امریکا د تېرې جون میاشتې پر ۱۲مه د بي‌-۲ الوتکو په مرسته د ایران پر درېيو اټومي تاسیساتو «نطنز، اصفحان او فردو» بریدونه وکړل. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وروسته څو ځلې پر دې ټينګار کړی، چې د ایران اټومي تاسیسات یې له‌منځه وړي دي.

- Advertisment -spot_img