سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کندهار کې یو ځوان په ډزو وژل شوی

کندهار کې د طالبانو امنیه قومانداني خبر ورکړی، چې د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې ناپېژاندو کسانو یو ځوان په ډزو وژلی دی. د یادې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید ویلي چې ‎ وژل شوی کس د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د رنګریزانو کوڅه کې هټۍ درلوده. هغه زیاته کړې چې یاد کس تېره شپه ناوخته له خپل کور سره نږدې په ډزو وژل شوی دی. د هغه پر وینا، امنیتي ځواکونه هڅه کوي څو د یادې پېښې عاملین ونیسي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې وسپاري. بلخوا د وژل شوي کس ورور تیمورشا ويلي، ورور یې د غلو له خوا وژل شوی او غله له سیمې تښتېدلي دي.

- Advertisment -spot_img