سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

راتلونکې جمعه به استانبول د ایران او درېیو اروپايي هېوادونو کوربه وي

د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي خبر ورکړی، چې را روانه جمعه به د ایران، برېتانیا، فرانسې او جرمني استازي د استانبول کې د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي. اروپايي قدرتونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که ایران خبرو ته کېني، نو دا احتمال شته، چې نور نړیوال بندیزونه پرې ولګول شي. د ایران دولتي رسنیو د ښاغلي بقايي له قوله خبر ورکوي، چې د ایران، برېتانیا، فرانسې او جرمني ترمنځ دا خبرې به د ترکیې په استانبول ښار کې او د بهرنیوچارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه وي. دا مذاکرات په داسې حال کې پلان شوي، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییلو او امریکا له حملو وروسته د لومړي ځل لپاره د اروپايي ټولنې درېیو هېوادو او همداراز د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د ایران د بهرنیوچارو له وزیر عباس عراقچي سره ټليفوني خبرې هم کړې وې.

- Advertisment -spot_img