سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

٥٦ کاله وړاندې لومړني انسان پر سپوږمۍ ګام اېښی

له ننه ٥٦ کاله وړاندې د ۱۹۶۹ د جولای په ۲۰ مه په لومړي ځل انسان پر سپوږمۍ پښه کېښوده. امریکايی ستور مزلی نیل ارمسترانګ او ایدوین الدرین لومړني انسانان وو، چې په اپولو ماموریت کې سپوږمۍ ته لاړل او څو ساعته وروسته د دوی ستوربېړۍ پر سپوږمۍ کېناسته، ارمسترانګ لومړنی بشر و، چې پر سپږمۍ یې پښه کېښوده. نیل ارمسترانګ د امریکا د متحدو ایالتونو د سمندري ځواکونو غړی و، له فضايي ماموریتونو سره یې ځانګړې مینه وه او له همدې امله د اپولو ماموریت وروسپارل شو. ایډوین الدرین د امریکا په هوايي ځواک کې دنده لرله او په فضايي الوتنو کې یې ډېره تجربه لرله. په همدې خاطر سپوږمۍ ته د انسان د لومړني ماموریت د پېلوټۍ مسئولیت وروسپارل شو. سره له دې چې الدرین د دې ماموریت مشري په غاړه لرله خو کله چې د دوی اپولو سپوږمۍ ته ورسېده، د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې یا ناسا له لوري یې پیغام ترلاسه کړ: «لومړی پېلوټ!…. لومړی پېلوټ…..» خو لومړی پیلوټ الدرین زړه نا زړه او سخت ډار شوی و، زړه یې نه شوای کولی چې له اپولو کښته شي، ډار یې دا و، چې د سپوږمۍ په خاوره پورې به ونښلي، یا به وسوځي. په همدې منځ کې له ناسا څخه بل پیغام ورته راغی: «مرستیال پېلوټ!، مرستیال پېلوټ!» ارمسترانګ له اپولو ووت او پر سپوږمۍ یې ګامونه واخیستل او په دې توګه یې د بشر په تاریخ کې د لومړني انسان په توګه چې د سپوږمۍ پر منځ ګامونه لګېدلي او خپل نوم يې ثبت کړی دی. نوموړي سپوږمۍ ته له رسېدا سره سم ویلي، انسانانو ته د یوې لویې لاسته راوړنې لپاره کوچنی ګام اخلي: “زه د زینې په پوړۍ کې یم، د سپوږمۍ سطحه ډېره ښه او پسته ښکاري، کله چې ورنژدې شې د پوډرو په شان ښکاري. دا دی زه د یوې لویې بریا لپاره پرې کوچنی ګام ږدم.” د ۱۹۶۹ کال د جولای پر ۲۰ هغه مهال چې آرمسټرانګ سپوږمۍ ته وخوت، سلګونه میلیونه وګړو یې د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې له ټلویزیونونو ننداره کوله.

- Advertisment -spot_img