د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې ویلي، چې د دغه هېواد هوایي ډګرونه به د هندي الوتکو پرمخ د اګست میاشت پورې بند وي. له دې پرېکړې له مخې به د هند ټولو الوتکو ته د پاکستان هوایي حریم ته له ننوتل منع دي. د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې نن خبر ورکړی، چې د دغه هېواد هوایي ډګرونه به د هندي الوتکو پرمخ یو ځل بیا د اګست میاشت پورې بند وي. د دغو معلوماتو پر اساس، د هند ټولې الوتکې به د اګست تر ۲۳پورې د پاکستان فضایي حدود ته د ننوتلو اجازه ونه لري. باید وویل شي چې د پاکستان دغه بندیز یوازې د هند سوداګريزو الوتکو پورې محدود نه دی، بلکې د هند په ملکیت کې اخیستل شوې پوځي او ملکي الوتکې هم په دغه بندیز کې شاملې دي. د هندي الوتکو لپاره د پاکستان فضایي سرحدونه د ۲۳اپرېل راهیسې بند دي او دا بندیز له دې وړاندې هم دوه ځله یوه یوه میاشت لپاره غځول شوی و. د یادولو ده چې دا بندیز د هند او پاکستان وروستي کړکېچ وروسته رامنځته شوی دی. دا نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې په اپرېل میاشت کې د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې وسلهوالو ۲۶ هندي سيلانیان ووژل او هند د دغه برید پړه پر پاکستان واچوله او دغه برید د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو رامنځته کېدو لامل شو.



