سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

جرمني او اروپايي ټولنه د پناه غوښتنې د محدودیت او کډوالو د اېستلو هڅې چټکوي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الېکزاندر دوبرېنت او د اروپا پنځو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د پناه غوښتنې د قوانینو د سختولو لپاره پر یو لړ اهدافو موافقه وکړه، چې په کې افغانستان او سوریې ته د کډوالو بېرته استول هم شامل دي. دا غونډه د برلین له هغې پرېکړې وروسته راځي چې د مې په میاشت کې یې پر پولو د پناه غوښتونکو د ردولو اعلان وکړ. برلین هغه مهال وویل، چې دا پالیسي له ګاونډیو هېوادونو سره په همغږۍ پلي کوي، خو له پراخو نیوکو سره مخ شوه. په پرونۍ غونډه کې دوبرېنت د فرانسې، پولېنډ، اتریش، چک جمهوریت، ډنمارک او د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو له کمیشنر مګنوس برونر سره ولیدل. د پنا غوښتنې د پالیسۍ پر هغو اهدافو کې چې په دې غونډه کې پرې هوکړه وشوه او باید د بروکسل تائید واخلي، د هغو قانوني خنډونو لېرې کول هم شامل دي، چې له اروپايي ټولنې بهر خوندي مرکزونو ته د رد شویو پناه‌غوښتونکو د انتقال مخه نیسي، او دا هم په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې بهیر دې په دریمو هېوادونو کې ترسره شي. د جرمني نوي حکومت له وړاندې د مهاجرت پر ضد اقدامات پیل کړي، چې په کې د کورنیو د یوځای کېدو او بیا میشتېدو د پروګرامونو ځنډول شامل دي. رویټرز آژانس خپل راپور کې ويلي، د جرمني حکومت د پناه غوښتونکیو په وړاندې دا ګامونه په دې خاطر اخلي څو د رایه ورکوونکو هغه ملاتړ بېرته ترلاسه کړي، چې افراطي ښي اړخي “د جرمني لپاره بدیل” ګوند ته یې مخه کړې او له امله یې دې ګوند د فیبرورۍ په پارلماني انتخاباتو کې تاریخي بریا خپله کړه. د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي، افغانستان او سوریې ته د پناه غوښتونکیو ستنول باید بېرته عادي کړنلاره شي او هغه هېوادونه چې د خپلو وګړو د بېرته ورستنېدو په برخه کې همکاري نه کوي، باید د ویزو له محدودیتونو سره مخ شي. په سند کې راغلي، سوداګریزې او پرمختیایي مرستې به هم د فشار د وسیلې په توګه وکارول شي، څو د مهاجرو بېرته ستنول چټک شي او د مهاجرت په برخه کې همکارۍ پیاوړې شي. دوی همدارنګه د پولو د ساتنې د تاسیساتو او پرسونل د پیاوړتیا لپاره د بې پيلوټه الوتکو او اروپايي بودیجې په زیاتوالي هم ټینګار کړی او دا یې هم ویلي چې د وګړو د قاچاق د شبکو پر ضد به هم جدي ګامونه اخلي.

- Advertisment -spot_img