د طالبانو د حکومت د برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د کابل سروبي ولسوالۍ نغلو سیمه کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا پروژه ورستي پړاو ته رسېدلې. یاد شرکت وایي، چې دغه پروژه په هېواد کې د لمریزې برېښنا تولید له ټولو ستره پروژه ده. برېښنا شرکت زیاتوي دا پروژه به د انرژۍ تولید ظرفیت زیاتېدو برخه کې مهم رول ادا کړي. د طالبانو د برېښنا شرکت مسئولينو په خبره، د یادې پروژې کارونه وروستي پړاو ته نږدې شوي او ژر به ګټنې ته وسپارل شي. د نظر خاوندان دا پروژه د برېښنا تولید برخه کې لویه لاسته راوړنه بولي، خو ټینګار کوي، چې طالبان باید په هېواد کې پراخه بهېدونکې اوبه کنټرول او پرې د اوبو بندونه ورغوي. دوی وایي د اوړي په موسم کې تودې سیمې او د ژمي په موسم کې سړې سیمې د برېښنا د کمښت له امله له لویو ستونزو سره مخ وي، چې د دوی پر وینا لویه حل لار یې پر لویو بهېدونکو سیندونو د برېښنا د بندونو جوړول دي.



