چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ازبکستان او اردن د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام ته لار ومونده

د افغانستان ګاونډي ازبيکستان تېره شپه که څه هم له متحده عرب اماراتو سره لوبه صفر پر صفر مساوي کړه،خو د تېرو ښو امتیازاتو په خاطر نړیوال جام ته ولاړ.
له ازبيکستان مخکې په همدې ګروپ کې د افغانستان بل ګاونډي ایران هم نړیوال جام ته لار پيدا کړې ده.
د فوټبال نړیوال جام به کال ته د امریکا په کوربتوب ترسره شي.
د اروپا د ملتونو د فوټبال په لیګ کې بیا هسپانیې خپله سیاله فرانسه ماته کړه او پایلوبې ته ووته.
هسپانیې ۵ پر څلور فرانسه له مخې لرې کړه.
تمه ده په پایلوبه کې هسپانیه او ګاونډی یې پرتګال را روانه یکشنبه مخ شي.
پرتګال په نیمه پایلوبه کې ۲ پر ۱ جرمني ته ماتې ورکړې وه.

- Advertisment -spot_img