چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لاوروف : ناټو افغانستان ته بیا تګ غواړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، ادعا کړ،چې ناټو غواړي د امنیت او سیمه‌ییز ثبات په پلمه افغانستان ته بیا ننوځي.
لاوروف، خبرداری ورکړی، چې ناټو هڅه کوي په افغانستان کې خپل پوځي بنسټونه بیا ځای پر ځای کړي، او دا یې یو «وژونکی بم» وباله،چې کولی شي سیمه بې ثباته کړي.
لاوروف په پرم ښار کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې په هره پلمه په افغانستان کې د ناټو حضور د منلو نه دی او دا په افغانستان کې د جګړې د بیا پیلېدو سبب کېدای شي.
که څه هم لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا ظاهراً په افغانستان کې لېوالتیا کمه کړې او حتی ولسمشر ټرمپ د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پوسټ له منځه وړی دی، خو د نجونو د زده کړو د مخنیوي په شمول د طالبانو د ځینو مشرانو له یو شمېر اقداماتو داسي ښکاري،چې هغوی د امریکا او ناټو بیا راتګ ته لاره هواروي.
د طالبانو دا اقدامات کټ مټ هغسي دي چې تر ۲۰۰۱ م کال مخکې دې ډلې کول څو که هر بهرنی ځواک افغانستان ته راځي خلک یې هرکلی وکړي.
لاوروف ویلي، داسې ښکاري چې لوېدیځ هېوادونه غواړي په افغانستان کې بیا لاسوهنه وکړي، سره له دې چې شاوخوا څلور کاله وړاندې په ګډوډ ډول له دې هېواده ووتل.
 هغه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې مشورتي غونډې په څېر هڅو ته اشاره وکړه، ویې ویل، سره له دې چې دا هڅې د ډیپلوماسۍ په بڼه وړاندې کېږي، خو ښايي د لوېدیځو ګټو په خاطر وي، نه د سیمې د ثبات لپاره.
له دې نیوکو سره سره لاوروف روښانه کړه چې روسیه په افغانستان کې د لوېدیځ له ښکېلتیا سره مخالفت نه لري، خو دا ښکېلتیا باید شفافه او له پټو اجنډاو پرته وي.
له دې وړاندې هم روسیې د افغانستان په اړه له لوېدیځ سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی و.
داسې ښکاري چې روسیه د افغانستان پر وړاندې له لوېدیځه د کوم امتیاز د ترلاسه کولو په لټه کې وي.
لاوروف دا هم ویلي چې روسیه په افغانستان کې پر خپل تعهد ولاړه ده او د روسیې سفارت به په کابل کې پرانیستی پاتې وي.

- Advertisment -spot_img