سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نایجریا کې سلګونو تنو ژوند له لاسه ورکړی

الجزيرې راپور ورکړی، چې د نایجریا په شمال کې د سېلابونو راوتلو او سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۱۱۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه کورونه نړېدلي دي.

د راپورونو له مخې، یاد سېلابونه په ماکوا ښار کې دوه ورځې وړاندې له سختو ورښتونو وروسته پيل شوي او مرسته کوونکي لا هم د احتمالي قربانیانو په لټه کې دي.

د نیجر ایالت د بېرني مدیریت ویاند ابراهیم عودو حسیني ویلي: «تر اوسه د ۱۱۵ تنو جسدونه پیدا شوي او د قربانیانو د شمېر د ډېرېدو احتمال شته.»

راپور کې راغلي چې د سېلابونو له امله زرګونه کورونه هم نړېدلي دي.

د نایجریا د الجزیرې خبریال احمد ادریس ویلي: «د ساحلي سیمو پرېښودو او لوړو سیمو ته د تللو لپاره خلکو ته د چارواکو د پرله پسې خبرداري وروسته لا هم د ورښتونو په موسم کې د پراخو ځاني او مالي تلفاتو شاهدان یو.»

د هغه په خبره، د بيړنیو خدمتونو ادارو د چمتووالي نشتون د دې لامل شوی چې هر کال طبیعي ناورینونه تکرار شي او ډېری خلک د شرایطو بدلون ته کومه تمه ونه لري.

د یادونې ده چې تېر کال هم نایجریا کې د څو وروستیو لسیزو یو لوی سېلاب رامنځته شو چې له امله یې څه باندې ۱۲۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړ.

- Advertisment -spot_img