سه شنبه, مارچ 3, 2026
سه شنبه, مارچ 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کاردینالانو د کاتولیک کلیسا نوی مشر وټاکه

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو راغلو کاردینالانو د کاتولیک کلیسا لپاره نوی پاپ وټاکه.

دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه،چې پاپ فرانسیس د اپرېل په ۲۱مه مړ شو.

نوی ټاکل شوی پاپ چې ۶۹ کلن امریکایي دی د “Leo XIV” نوم غوره کړی دی.

د کاتولیک کلیسا د مشرتابه لپاره دا تاریخي غونډه پرون پنجشنبې د ۱۳۳ کاردینالانو له لوري ترسره شوه، چې د ۷۰ هېوادونو استازیتوب یې کاوه.

هغوی د لنډو بحثونو وروسته،کاردینال رابرت فرانسیس پرووست د کلیسا نوی مشر وټاکه.

د انتخاباتو بهیر له دود سره سم د واتیکان په سیستین چپل کې تر سره شو.

له غرمې مخکې تور لوګی پورته شو، چې دا د ناکامې رایې نښه وه.

خو له غرمې وروسته په لومړۍ رایه کې اکثریت کاردینالانو د پرووست په پلویتوب رایه ورکړه.

پاپ لېو څوارلسم به اوس په نړۍ کې د مسیحي مذهبي ټولنې رسمي مشري پر غاړه واخلي.

- Advertisment -spot_img