- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د بریتانیا راتلونکی جنګي الوتکه ښايي وروستۍ پیلوټ لرونکې الوتکه وي

د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک مشر ویلي، د دغه هېواد راتلونکی نسل جنګي الوتکه ښايي وروستۍ پیلوټ لرونکې جنګي الوتکه وي چې بریتانیا یې جوړوي، ځکه مصنوعي ځیرکتیا او بې‌پیلوټه الوتکې د پوځي هوايي ځواک راتلونکی بدلوي.

مارشال هوايي سر هارف سمیت ویلي، د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته بې‌پیلوټه الوتکې به پوځي هوايي چلند په هغه کچه بدل کړي لکه د پروپیلر الوتکو ځایناستي جټ الوتکو چې پخوا بدل کړی و.

د هغه څرګندونې د «ګلوبل کامبېټ ایر پروګرام» (GCAP) په اړه دي؛ دا د بریتانیا، ایټالیا او جاپان ګډه پروژه ده چې د شپږم نسل پټې جنګي الوتکې د جوړولو لپاره کار کوي. تمه ده دغه الوتکه تر ۲۰۳۵ کال پورې خدمت ته وړاندې شي.

دا الوتکه چې د «تمپست» په نوم هم پېژندل کېږي، د پټ‌الوتنې ټکنالوژۍ، لوړ سرعت، پرمختللو حسګرونو او مصنوعي ځیرکتیا وړتیاوې به ولري. د دغې ټکنالوژۍ موخه دا ده چې د الوتکې پیلوټ ته د ډېرو معلوماتو، فشار او سختو شرایطو پر مهال مرسته وکړي.

سر هارف سمیت په ټیلیګراف ورځپاڼه کې لیکلي، د GCAP الوتکه «ښايي وروستۍ پیلوټ لرونکې جنګي الوتکه وي چې موږ یې جوړوو». هغه ټینګار کړی چې دا بدلون د انسان د اهمیت د کمېدو معنا نه لري، بلکې د هوايي جګړو د ماهیت د بدلېدو ښکارندوی دی.

نوموړي ویلي، مصنوعي ځیرکتیا او ماشینونه به په راتلونکي کې د انسانانو پر ځای خطرناک ماموریتونه ترسره کړي، خو ټکنالوژي باید د انسان د قضاوت وړتیا پیاوړې کړي، نه دا چې د تصمیم نیونې مسوولیت ترې واخلي.

د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک مشر زیاته کړې، بې‌پیلوټه جنګي الوتکې به له راتلونکي کال څخه د بریتانیا په هوايي حریم کې الوتنې پیل کړي؛ هغه دا پرمختګ هم مهم او هم اړین بللی دی.

د GCAP پروګرام د طرحې راتلونکی پړاو د بریتانیا، ایټالیا او جاپان له لوري د ۴.۶ میلیارد پونډو په قرارداد تمویلېږي. دغه پروژه د درېیو هېوادونو د دفاعي صنعتونو ګډ کار دی او د پرمختللو جنګي الوتکو په جوړولو کې د همکارۍ د پراختیا لپاره رامنځته شوې ده.

د بریتانیا هوايي ځواک په راتلونکي کې د ټایفون او F-35 جنګي الوتکو ترڅنګ د خپلواکو او بې‌پیلوټه سیستمونو د کارولو پلان لري، څو د هوايي دفاع او جګړې په ماموریتونو کې د انسانانو خطر کم او عملیاتي وړتیا لوړه کړي.

دا بدلون په داسې حال کې راځي چې په اوکراین کې جګړې د بې‌پیلوټه الوتکو اهمیت زیات کړی او د نړۍ ګڼ پوځي ځواکونه د مصنوعي ځیرکتیا او خپلواکو جګړه‌ییزو سیستمونو پر پراختیا پانګونه کوي.

- Advertisment -spot_img