- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اسراييل دايوزيسيون مشر لويديخه ترانكه كب بر فلسطينيانو بريدونه “ترهكري” بللي

د اشغال شوې لویدیځې غاړې په څو فلسطیني کلیو کې د اسراییلي مېشت‌ځایونو اوسېدونکو بریدونه کړي، موټر او کورونه یې سوځولي او پر دېوالونو یې توکمپاله شعارونه لیکلي دي.

د فلسطیني رسنیو او رویټرز د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د یکشنبې په سهار د رام‌الله په شاوخوا سیمو، په ځانګړي ډول کفر مالک، دیر ابو مشعل او دیر السودان کلیو کې شوي دي. په پېښو کې شاوخوا ۱۲ موټر سوځول شوي، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اسراییلو د اپوزیسیون مشر ګادي ایزنکوټ، چې له وروستیو ټاکنو وروسته د نوي حکومت د جوړولو هڅې کوي، دغه بریدونه «یهودي ترهګري» بللې او د عاملانو د نیولو او سختو سزاګانو غوښتنه یې کړې ده.

ایزنکوټ ویلي، د افراطي ډلو له لوري د موټرو او کورونو سوځول د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي، سیمه‌ییز ثبات زیانمنوي او د اسراییلو امنیت او له نورو هېوادونو سره اړیکې خرابوي.

هغه د اسراییلو د حکومت پر ځینو ښي‌اړخو وزیرانو، په ځانګړي ډول ایتامار بن‌ګوېر او بتسلئیل سموتریچ، نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هغوی سیاستونه په لویدیځه غاړه کې وضعیت د بې‌نظمۍ پر لور بیایي.

د اسراییلو پولیسو ویلي، د اورلګونې، ورانکارۍ او د ملکیتونو د زیانمنولو په تړاو یې څېړنې پیل کړې دي. پوځ هم د بریدونو په غندلو سره ویلي، امنیتي ځواکونه د پېښو سیمو ته استول شوي دي.

په ورته وخت کې، د اسراییلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن‌ګوېر د ایزنکوټ څرګندونې رد کړې او هغه یې د سیاسي موخو لپاره د عربي ګوندونو د ملاتړ ترلاسه کولو هڅه بللې ده.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسراییلي مېشت‌ځایونو د اوسېدونکو تاوتریخوالی په وروستیو میاشتو کې زیات شوی او د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی شوی دی.

- Advertisment -spot_img