د نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې راغلي چې افغانستان د منځني ختیځ، شمالي افریقا او پاکستان په سیمه کې د ډیجیټلي عامه زېربناوو او برېښنايي مالي خدمتونو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ هېوادونو څخه دی.
د راپور له مخې، په ۲۱ هېوادونو کې یوازې ۱۲ د چټکو تادیاتو سیسټمونه لري، چې دا په سیمه کې د ډیجیټلي مالي خدمتونو د پراختیا محدودیتونه څرګندوي.
نړیوال بانک وايي، افغانستان د ډیجیټلي پېژندنې، برېښنايي تادیاتو او د معلوماتو د شریکولو په برخو کې له نیمګړتیاوو سره مخ دی، چې د ډیجیټلي خدمتونو د پراختیا او خلکو ته د هغو د لاسرسي پر وړاندې خنډونه جوړوي.
راپور افغانستان، سوریه، لبنان او یمن د هغو هېوادونو په ډله کې راولي چې جګړو او بېثباتۍ یې ډیجیټلي زېربناوې زیانمنې کړې دي.
د نړیوال بانک په وینا، د دغو ستونزو له امله خلکو ته د مالي خدمتونو، سوداګریزو فرصتونو او عامه خدمتونو لاسرسی محدود شوی او د ډیجیټلي اقتصاد د پراختیا بهیر یې اغېزمن کړی دی.
نړیوال بانک په خپل راپور کې د ډیجیټلي عامه زېربناوو پیاوړتیا د اقتصادي ودې، مالي شمولیت او عامه خدمتونو د ښهوالي لپاره مهمه بللې ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)