- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

تاجيکستان غواړي له افغانستان سره پر پوله ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تاجکستان غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې ګډ سوداګریز بازار جوړ کړي، څو د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو کچه لوړه شي.
د دغې خونې د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رییس سید کریم هاشمي سره په لیدنه کې د دغه ګډ بازار د جوړولو لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې ده.
په ورته مهال، سید کریم هاشمي وړاندیز کړی چې لږ تر لږه د لسو افغان سوداګرو په ګډون یو سوداګریز پلاوي ته تاجکستان ته د سفر زمینه برابره شي، څو افغان سوداګر په دغه هېواد کې له سوداګریزو او پانګیزو فرصتونو سره له نږدې بلد شي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دوه‌اړخیزو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او د پانګوالو لپاره د نویو فرصتونو پر رامنځته کولو هم ټینګار کړی دی.

- Advertisment -spot_img