د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله نن د اسیا جام سیالیو په نیمهپایلوبه کې د هند لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دا لوبه د افغانستان پر وخت نن سهار شاوخوا نههنیمې بجې د عمان په کوربهتوب پیل شي.
د افغان لوبډلې لپاره دا لوبه ډېره حساسه بلل شوې، او که وګټل شي، پایلوبې ته به لار هواره کړي.
د افغانستان لوبډلې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لومړۍ درې لوبې له بنګلهدېش، مالیزیا او سریلانکا څخه ګټلې وې.
بلخوا افغان لوبغاړي نننۍ لوبې ته بشپړ چمتووالی لري او هیله لري چې د نیمهپایلوبې دا سیالي به هم د افغانستان په نوم کوي.
همداراز په ټولنیزو پاڼو د کرکټ یو شمېر مینهوالو د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې وړتیاوې ستایلې دي او هیله یې څرګنده کړې ده چې د هند لوبډلې پر وړاندې به نننۍ لوبه کې هم بریا ترلاسه او پایلوبې ته به ځان ورسوي.
د یادولو ده چې افغانستان د روان جام درې واړه لوبې په ستر توپیر له مقابلو لوبډلو څخه ګټلې وې.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)