د تهران او واشنګټن د ترینګتیاوو په دوام، د امریکا ولسمشر مرستیال، جيډي ونس له ایراني چارواکو سره د جګړې پایته رسولو پر سر د مخامخ خبرو د پیلېدو په اړه غَور کوي.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې چې ښایي دا مخامخ خبرې د امریکا ولسمشر مرستیال، جيډي ونس د ایران ملي امنیت شورا منشي، محسن رضايي ترمنځ پیل شي.
د راپورونو له مخې چې بلخوا د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خپل مرستیال «جيډي ونس» ته له ایراني چارواکو سره د مذاکراتو د رهبري کولو اجازه ورکړې ده.
د والسټریټ ژورنال په راپور کې دا هم راغلي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال په اکتوبر میاشت کې «محسن رضايي» ته یو لیک لېږلی و، د مخامخ خبرو د پیلېدو غوښتنه یې ترې کړې وه.
دا راپورونه داسې مهال دي چې په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیاوې یو وار بیا زیاتې شوې او دواړو لوریو یو بل ته سخت خبرداري ورکړي دي.
په ورته مهال د قطر په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پایته رسېدو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې هم پیل شوې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)