- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان سعودي عربستان ته د ځواکونو لیږلو لپاره چمتووالی اعلان کړ

د پاکستان د پوځ ویاند اعلان کړی چې هېواد یې چمتو دی چې د ګډ دفاعي تړون او مکې تړون پر بنسټ د سعودي عربستان د دفاع لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن(پنجشنبه، د نومبر ۱۲مه) وویل چې د مکې تړون د ژمنو عملي پلي کول په سعودي عربستان کې د منل شویو ځواکونو او پوځي وړتیاوو د چټک ځای پرځای کولو لپاره اقدامات شامل دي.

چوهدري د الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې د سعودي عربستان د امنیت لپاره د پاکستان ژمنتیا د خبرو اترو وړ نه ده.

هغه همداراز وویل چې پاکستاني ځواکونه اوس مهال په هېواد کې د دفاع، ملاتړ او روزنې ماموریتونو سره شتون لري.

د پاکستان دغه چارواکي زیاته کړه چې د مکې تړون د غړو هېوادونو د استازو څلورمه غونډه د ایران د چارواکو سره د اکټوبر په ۱۵مه په تهران کې ترسره شوه، چې موخه یې د تاوتریخوالي کمول او سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا ده.

باید وویل شي چې د مکې تړون د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې لخوا لاسلیک شوی، او د دغه تړون له مخې د غړو څخه په یوه باندې وسله‌وال برید په ټولو دریو هېوادونو برید ګڼل کیږي.

- Advertisment -spot_img