پاکستاني پولیسو په راولپنډۍ ښار کې د «۹۲ نیوز» ټلوېزیوني شبکې د خبریالې او ویاندې «رابعه احسن» د جسد له موندلو وروسته د دې وژنې په تړاو څېړنې پیل کړې او د هغې مېړه یې نیولی دی.
د راولپنډۍ ښار د پولیسو مشر، حسن مشتاق سخیرا خبریالانو ته ویلي چې د دې خبریالې جسد د کور په خوب خونه کې په داسې حال کې موندل شوی چې د غاړې پر لاندینۍ برخه یې د مرمۍ ټپ ښکارېده.
سخیرا ویلي، پولیسو د پېښې په ځای کې یو میل وسله هم ترلاسه کړې چې ګومان کېږي په دې پېښه کې کارول شوې وي. “لومړی مو په خونه کې یو میل وسله ومونده، او نورې څېړنې پيل شوې دي.”
بلخوا د راولپنډۍ د پولیسو ویاند هم ویلي چې د رابعه احسن جسد د عدلي طب د معایناتو لپاره روغتون ته لېږدول شوی او دا پېښه په بېپرې توګه څېړل کېږي.
په ورته مهال ځینو سیمهییزو رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دې خبریالې مېړه منلې چې مېرمن یې په تېروتنه ترې ویشتل شوې ده.
خو پولیسو ټینګار کړی، چې لا یې له شکمن کس څخه پوښتنې نه دي کړې او په دې اړه یې هم پایله نه ده اعلان کړې، چې ډز قصدي و او که په تېروتنه کې شوی دی.
د راپورونو له مخې، د دې خبریالې مېړه د پاکستان د بهر مېشتو پاکستانیانو په بنسټ کې دولتي کارکوونکی و او دوی دوې لوڼې لوڼې درلودې.
بلخوا د پاکستان لومړۍ مېرمنې «عاصفې بوټو زرداري» پر دې پېښه خواشیني ښودلې او د عادلانه څېړنو غوښتنه یې کړې ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)