- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو په بیا واکمنۍ د نسرین شیرزاد تنده نیوکه

افغان خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله نسرین شیرزاد وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو نه یوازې افغان ښځې له کار او زده‌کړو محرومې کړې، بلکې د ټولنې د نیمایي برخې غږ یې هم کمزوری کړ.

آغلې شیرزاد ویلي، که څه هم په افغانستان کې د ښځو لپاره له کوره د وتلو، کار کولو او د خپلو حقونو غوښتنه اسانه نه ده، خو له دې ټولو محدودیتونو سره سره د طالبانو د لومړۍ دورې وروسته وتوانېدې خپل ږغ پورته کړي او نړیوالو ته یې ورسوي.

د نوموړې په وینا، په تېرو شلو کلونو کې زرګونو افغان ښځو د زده کړو، کار، ټولنیز فعالیت او مبارزې لپاره هیلې او موخې لرلې، مبارزه یې کړې وه، د ښځو ګډون په تولنیزو برخو کې برڅېره شوی وو، خو د طالبانو واک ته له رسېدو سره د هغوی ډېری هیلې له منځه ولاړې او د پرمختګ لارې یې محدودې شوې، ډیرې کډوالي شوې او د افغانستان سیاسي او ټولنیزه برخه د ښځو له حضوره تشه شوه.

شیرزاد وايي، افغان ښځو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او هڅه یې کوله د خپل راتلونکي لپاره کار وکړي، زده کړې وکړي او په ټولنه کې اغېزناک رول ولوبوي، خو اوس له داسې وضعیت سره مخ دي چې د هغوی د فردي او ټولنیز حضور د محدودولو هڅې روانې دي.

- Advertisment -spot_img