- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلېنکن: له ایران سره جګړه باید له ډيپلوماټیکو لارو پای ته ورسول شي

د امریکا بهرنیو چارو مخکنی وزیر «انتوني بلېنکن» وايي چې د امریکا او ایران جګړه باید له ډیپلوماټیکو لارو پایته ورسول شي، او په وینا یې چې د امریکا بهرنی سیاست د دغه هېواد د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز لري.

بلېنکن د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکراتانو له بریا وروسته په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ټاکنو دا ډول پایلې ښکاره پيغام لري، او نوموړي د امریکا په بهرني سیاست کې د بدلون غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو مخکني وزیر همداراز لیکلي چې له متحدانو څخه لرې کېدل، د ځان‌سرو واکمنانو پر وړاندې نرمښت، په خپل‌سري ډول د ګمرکي تعرفو وضع کول او د غیرضروري شخړو رامنځته کول، پر امریکايي کورنیو درانه لګښتونه تحمیل کړي دي.

تر دې مخکې د ډونالډ ټرمپ په ګډون د امریکا د اوسني حکومت یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم د ډیموکراتانو د ټاکنو ګټلو یو لامل د ایران جګړه بللې، او اعتراف یې کړی چې د اسرائیلو په غوښتنه یې د ایران جګړې له امله ټاکنې بایللې دي.

بلخوا یو شمېر کارپوهانو ویلي چې د ډیموکراټ ګوند له لوري د امریکا منځمهاله ټاکنو ګټل ښايي د ایران د جګړې لوری هم بدل کړي.

- Advertisment -spot_img