- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له وسپنیزې لارې د توکو انتقالات دوه برابره زیات شوي

د طالبانو تر ولکې لاندې د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له وسپنیزې لارې د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات وسپنیزې لارې له مسیر څخه په ټولیزه توګه ۴ میلیون ۸۸۸ زره ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې چې د پروسږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د همدې څلورو مسیرونو له لارې ۲ میلیون ۱۸۲ زره ۳۱۲ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي وو.

حق‌شناس لیکلي چې د لومړیو شپږو میاشتو انتقالات د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله څه باندې دوه برابره زیات والی ښیي.

د ټولګټو وزارت ویاند دا هم ویلي چې د دغو مسیرونو له لارې تېل، مایع ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ساختماني توکي هېواد ته وارد شوي دي، همدارنګه، وچه مېوه، ګاز لرونکي نوشابه باب معدني ډبرې، پنبه او د هېواد نور تولیدي توکي د سیمې د هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي.

- Advertisment -spot_img