میټا شرکت په انسټاګرام ټولنیزې شبکې کې د یوه لوی بدلون لپاره چمتووالی پیل کړی، چې هدف د لنډو ویډیوګانو ترڅنګ د اوږدو ویډیوګانو لپاره په یوه مهم پلېټفارم د دې شبکې بدلول دي. دا بدلون ښايي له یوټیوب سره د انسټاګرام سیالي نوره هم زیاته کړي.
انسټاګرام یوه نوې اسانتیا معرفي کړې چې د «فیچرز» په نوم یادېږي. د دې اسانتیا له لارې به کاروونکي وکولی شي پوډکاسټونه، طنزي خپرونې، مرکې او نورې اوږدې ویډیوګانې پر انسټاګرام خپرې کړي.
د دې اسانتیا له مخې، د ویډیو اوږدوالی به تر ۹۰ دقیقو پورې وي.
د انسټاګرام مشر ادم موسېري او د محصولاتو په برخه کې د دغه شرکت مرستیالې تېسا لیونز د دې نوې اسانتیا اعلان کړی دی.
د دې اسانتیا لومړنۍ ازموینه په برازیل کې له ځینو محتوا جوړوونکو سره شوې ده. په امریکا کې هم د ټاکل شویو محتوا جوړوونکو لپاره ازموینه پیل شوې، خو دا اسانتیا لا ټولو کاروونکو ته نه ده وړاندې شوې.
د نوي پلان له مخې، انسټاګرام غواړي لنډې «ریلز» ویډیوګانې له اوږدو ویډیوګانو سره ونښلوي. په دې توګه به کاروونکي د یوه پوډکاسټ یا خپرونې د لنډې ویډیو له لیدلو وروسته وکولی شي د هغې بشپړه ویډیو هم پرانیزي.
شرکت د «سریز» یا لړۍ په نوم پر یوې بلې اسانتیا هم کار کوي، چې له مخې به یې محتوا جوړوونکي خپلې ویډیوګانې د موضوعاتو او بېلابېلو برخو پر بنسټ تنظیم او خپرې کړای شي.
انسټاګرام غواړي د خپل تلوېزیوني اپلېکېشن اسانتیاوې هم پراخې کړي، څو کاروونکي وکولی شي ویډیوګانې یوازې پر ګرځنده ټیلیفونونو نه، بلکې پر لویو پردو هم وګوري.
د دې بدلونونو موخه دا ده چې د لنډو ریلز ویډیوګانو له لارې د لیدونکو پام ځانته راواړوي او وروسته یې د بشپړو خپرونو لیدلو ته وهڅوي.
ایا د محتوا جوړوونکي به له اوږدو ویډیوګانو عاید هم ترلاسه کړي؟
د دې نوې اسانتیا په اړه یوه مهمه پوښتنه دا ده چې ایا اوږدې ویډیوګانې به د محتوا جوړوونکو لپاره د عاید سرچینه هم شي؟
د لومړنیو معلوماتو له مخې، انسټاګرام دا مهال پلان نه لري چې د دغو اوږدو ویډیوګانو له اعلانونو ترلاسه شوي عاید یوه برخه محتوا جوړوونکو ته ورکړي.
خو هغوی کولی شي له سوداګریزو نښو او شرکتونو سره د اعلانونو او سپانسر تړونونه وکړي او له دې لارې عاید ترلاسه کړي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)