د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان ښوونیز نظام د ښوونکو، درسي ټولګیو او ښوونیزو اسانتیاوو له جدي کمښت سره مخ دی.
اوچا نن، پنجشنبه د (تلې په ۱۶مه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د افغان نجونو د زدهکړو وضعیت لا هم له جدي ستونزو سره مخ دی، ځکه له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې لا هم منع دي.
د اوچا په وینا، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د ښوونې او روزنې لپاره ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې ۲۲ میلیونه ډالر تمویل شوي.
یادې ادارې ټینګار کړی چې د زدهکړو لپاره د بیړنیو مالي مرستو برابرول او د نجونو پر زدهکړو د بندیز لرېکول باید نور ونه ځنډول شي.
د یادونې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګېدلی او دغه بندیز لا هم دوام لري.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو په وار وار ویلي چې د افغان نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام به د هغوی پر زدهکړو، راتلونکي او د افغانستان پر ټولنه جدي منفي اغېزې ولري.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)