د اولمپيک اسیايي کمېټې له لوري پرون شنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د جاپان په ایچي ناګویا ښار کې اسیايي اولمپيکي سیالۍ پیل شوې.
شلم پړاو اسیايي اولمپیکي سیالیو کې د ۴۵ هېوادونو شاوخوا ۱۱ زره ورزشکارانو ونډه اخیستې، چې په ۴۱ بېلابېلو ورزشي څانګو کې به سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.
په دې سیالیو کې له افغانستان څخه د کرېکټ تر څنګ په ۸ ورزشي رشتو کې ۳۴ لوبغاړو برخه اخیستې ده.
د یادولو ده، چې نن یکشنبه به د افغانستان ووشو ملي لوبډله د خپلو سیلانو پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)