- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې پر ټاکل کېدو د سیما باهوس خوښي

د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرائیه مشرې سیما باهوس، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی.
باهوس د شنبې په ورځ، د سنبلې په ۲۸مه، فاطمې ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې حساسو شرایطو کې به د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو، غږ او رهبرۍ د ملاتړ لپاره له نوموړې سره همکاري وکړي.
رباب فاطمه په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه ټاکل شوې ده.
فاطمې تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې او د دغه سازمان په دیپلوماتیکو او مدیریتي برخو کې کاري تجربه لري.

- Advertisment -spot_img