د ناروې د کډوالو شورا مشر جان اېګلنډ وايي، په کابل او کندهار کې یې له طالب چارواکو سره د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو د بیا پیلېدو په اړه خبرې کړې دي.
اېګلنډ ویلي، د نجونو د زدهکړو د بندیز پای ته رسول د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دي.
د هغه څرګندونې په داسې مهال دي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع دي او د دې بندیز د پای ته رسېدو غوښتنې له بېلابېلو نړیوالو بنسټونو سره روانې دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)