د افغانستان د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې په کمبریج کې د یوې ناستې پر مهال د طالبانو پر وړاندې د سیاسي، مدني او وسلهوالو مخالفو ډلو د ګډ ائتلاف یا ګډې کړنلارې پر جوړولو ټینګار کړی دی
د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې د طالبانو مخالفو بېلابېلو ډلو ترمنځ د ګډو موخو او د اختلافونو د کمولو پر لارو چارو خبرې شوې دي.
دغو ډلو ویلي چې د طالبانو پر وړاندې د اغېزمن دریځ لپاره د سیاسي او مدني جریانونو تر څنګ د وسلهوالو مخالفو ډلو همغږي اړینه ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)