د روسیې او اوکراین درې ورځنی اوربند په داسې حال کې پلی شوی چې د جګړې د کمولو او د سولې خبرو د بیا پیل لپاره دیپلوماتیکې هڅې دوام لري
د امریکا ځانګړو استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر د دغو هڅو په لړ کې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي.
ټاکل شوې چې ویټکاف او کوشنر په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره هم خبرې وکړي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب وروستۍ خبرې د فبرورۍ په میاشت کې ترسره شوې وې.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)