سه شنبه, جولای 28, 2026
سه شنبه, جولای 28, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

زېلېنسکي په واشنګټن کې له ټرمپ سره ویني

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي به په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، څو د روسیې پر وړاندې د اوکراین لپاره د امریکا د ملاتړ پر دوام او د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو خبرې وکړي. دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د روسیې او اوکراین جګړه څلورم کال ته نږدې شوې او دواړو لورو په وروستیو کې خپل پوځي عملیات زیات کړي دي. د امریکا په مشرۍ د سولې هڅې هم تر اوسه روښانه پایلې ته نه دي رسېدلي. راپورونه وايي چې که څه هم د ټرمپ او زېلېنسکي اړیکې په تېرو میاشتو کې له اختلافاتو سره مخ وې، خو په دې وروستیو کې د دواړو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو نښې لیدل شوې دي. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي چې ټاکل شوې دواړه مشران د سې‌شنبې په ورځ په واشنګټن کې سره وګوري. زېلېنسکي ویلي چې دی د امریکا له ولسمشر او د هغه له ټیم سره د خبرو لپاره چمتووالی نیسي او هیله لري چې واشنګټن به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي او جګړه به د ډیپلوماټیکو لارو پای ته ورسېږي.

- Advertisment -spot_img