د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د پایلوبې له ترسره کېدو مخکې د ارجنټاین د ملي لوبډلې ملاتړ څرګند کړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، په اسرائیل کې د ارجنټاین سفیر ربي شیمون اکسل وانیش، نتانیاهو ته د خپل هېواد د ملي لوبډلې رسمي کمیس ورکړ او د ارجنټاین د ولسمشر خاویر میلی غږیز پیغام یې هم ورته واوروه، چې پکې یې د اسرائیلي لومړي وزیر له ملاتړ څخه مننه کړې وه. نتانیاهو ویلي چې له ارجنټاین څخه خپل ملاتړ نه پټوي او زیاته کړې یې ده چې ډېری اسرائیلیان هم ورته احساس لري. نوموړي د ارجنټاین لوبډلې ته د بریا هیله کړې ده. ټاکل شوې چې ارجنټاین د یکشنبې په ورځ، د سرطان په ۲۹مه، د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې له هسپانیا سره مخامخ شي.



