د امریکا پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو بریدونو کې یې لسګونه هدفونه په نښه کړي، څو د ایران هغه وړتیاوې کمزورې کړي چې د هرمز تنګي له لارې پر نړیوالو سوداګریزو بېړیو د بریدونو لپاره ترې کار اخلي. د امریکا پوځ ویلي چې دغه عملیات د سمندري امنیت د پیاوړتیا او د نړیوالې سوداګرۍ د خوندي ساتلو په موخه ترسره شوي دي. دا بریدونه په داسې وخت کې شوي چې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او په سیمه کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې لوړې شوې دي.



