چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کرملین: روسیه د درېیمې نړیوالې جګړې پیل نه غواړي

د کرملین ویاند، دیمیتري پسکوف، ویلي چې مسکو د درېیمې نړیوالې جګړې د پیل اراده نه لري، خو که د روسیې امنیت او د دغه هېواد شتون له جدي ګواښ سره مخ شي، روسیه به له اټومي وسلو څخه کار واخلي. پسکوف د شنبې په ورځ، د جولای په ۱۱مه، ویلي چې روسیه د یوه ستر ځواک په توګه د هر ډول نړیوالې جګړې له پایلو بشپړ درک لري او په دې برخه کې په مسؤلانه توګه چلند کوي. هغه زیاته کړې چې د اروپا مشران د روسیې د «مطلق شر» په توګه د معرفي کولو له لارې خپل ولسونه او مالیه ورکوونکي له مسکو سره د روانې مخامخۍ د دوام لپاره چمتو کوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین د جګړې له امله د روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا لا هم دوام لري. روسي چارواکو په وروستیو میاشتو کې څو ځله خبرداری ورکړی چې د روسیې د امنیت او ملي شتون پر وړاندې هر ډول مستقیم ګواښ به له سخت غبرګون سره مخ شي، چې د اړتیا په صورت کې د اټومي وسلو کارول هم پکې شامل دي.

- Advertisment -spot_img