ډونالډ ټرمپ په یوه اجرايي فرمان کې د امریکا د عامه خپرونو ادارې ته، چې یادو دولتي رسنیو ته بودجه ورکوي، امر کړی،چې د دې رسنیو مالي ملاتړ بند کړي.
د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د راپور له مخې، دا فرمان د عامه خپرونو ادارې او نورو فدرالي ادارو ته لارښوونه کوي چې د ملي راډیو (NPR) او د عامه تلویزیون (PBS) لپاره فدرالي بودجه بنده کړي.
د ولسمشر ټرمپ اجرايي فرمان همداراز، دا ادارې مکلفوي،چې د رسنیو د غیر مستقیم دولتي تمویل سرچینې له منځه یوسي.
د امریکا ولسمشر ویلي،چې د دې اقدام دلیل یې دا دی،چې د یادو رسنیو راپورونه بې پرې نه وو.
ویل شوي،چې د دې دوو دولتي رسنیو بودجه شاوخوا نیم میلیارد ډالره ده.



