رویټرز راپور ورکړی چې په وینزویلا کې د وروستیو زلزلو له امله د مړو شمېر ۱۴۳۰ تنو ته لوړ شوی او زرګونه نور کسان ټپیان شوي دي. د ژغورنې او پلټنې چارې لا هم د وینزویلا په پلازمېنه کاراکاس او د لا ګویرا په ښار کې روانې دي، خو پرلهپسې ټکانونو د مرستندویه چارو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی. په همدې حال کې، د وینزویلا د حکومت د مخالفانو یوې وېبپاڼې راپور ورکړی چې شاوخوا ۵۵ زره کسان لا هم نادرکه دي او یا هم اټکل کېږي چې د کنډوالو لاندې پاتې وي.



