د نړيوالې جزایي محکمې (ICC) درې قاضیان د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد دعوه ثبت کړې، او هغه یې د محکمې د چارواکو پر وړاندې د بندیزونو په لګولو کې د خپلو قانوني صلاحیتونو له حد څخه په اوښتو تورن کړی دی. قاضیان استدلال کوي چې د ټرمپ له خوا لګول شوي بندیزونه، چې د افغانستان او فلسطین اړوند قضیو د څېړنو په تړاو دي، د ولسمشر د قانوني صلاحیت له چوکاټ څخه بهر دي. د دې شکایت له مخې چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د نیویارک د سویلي ولسوالۍ په فدرالي محکمه کې ثبت شوی، کیمبرلي پروسټ (د کاناډا)، سولومي بالونګي بوسا (د اوګاندا) او راین آلاپيني-ګانسو (د بنین) د ټرمپ هغه اجرائیوي فرمان چې د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې صادر شوی و، تر حقوقي چلنج لاندې راوستی دی. قاضیان د دې فرمان د لغوه کېدو غوښتنه کوي او وایي چې دا د نړیوالې جزایي محکمې د چارواکو د قضایي خپلواکۍ او د محکمې د حقوقی معافیت خلاف دی.



