د امریکا د متحدو ایالتونو ده ولسمشر مرستیال، جيډي ونس، ایران ته خبرداری ورکړی چې که خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، د واشنګټن له «سخت غبرګون» سره به مخ شي. دا خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو چې د امریکا پوځ وویل، د یوه باروړونکې بېړۍ پر وړاندې د ایران د برید په غبرګون کې یې د ایران دننه څو ځایونه په نښه کړي دي. ونس وویل: «ایران د اوربند هوکړه لاسلیک کړې او موږ هم پرې ولاړ یو. که هغوی د دې هوکړې د پلي کېدو په اړه کومه ناندرۍ یا اندېښنې ولري، کولای شي د ډیپلوماټیکو لارو له لارې له موږ سره اړیکه ونیسي. خو هر ډول تاوتریخوالي ته به په ورته ډول ځواب ورکړل شي.» ونس ایران د اوربند هوکړې ته اشاره کوله چې د دواړو خواوو ترمنځ د نږدې څلورو میاشتو جګړې د پای ته رسېدو لپاره لاسلیک شوې ده.



