- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران په کویټ کې د امریکا پوځي اډه په نښه کړې

د ایران پوځ اعلان کړی چې د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله یې په کویټ کې د امریکا د «علي‌السالم» پوځي اډې د هوايي دفاع سیستمونه، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو توغولو مرکزونه په نښه کړي دي.
د ایران تسنیم خبري اژانس د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو د دفتر په حواله راپور ورکړی چې د چهارشنبې په سهار د ایران بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو د امریکا د پوځي ځواکونو اړوند د «پاتریوت» هوايي دفاع سیستمونه او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو توغولو مرکزونه په نښه کړي دي.
د ایران پوځ ویلي، د کویټ د علي‌السالم هوايي اډه په سیمه کې د امریکا له مهمو پوځي مرکزونو څخه ده، چې لوېدیځې اسیا ته د پوځي تجهیزاتو او ځواکونو د لېږد په برخه کې مهم رول لري.
د دغه هېواد پوځ ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې به هر ډول ګواښ او برید ته پرېکنده ځواب ورکړي.
بلخوا، د کویټ چارواکو هم د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د شنډولو خبر ورکړی، خو تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې د راپورونو له مخې، امریکايي جنګي الوتکو یوه ورځ مخکې د هرمز تنګي په قشم ټاپو کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند د توغندیو توغولو یو مرکز په نښه کړی و. ایراني چارواکو ویلي وو چې په دغه برید کې د قشم ټاپو زیربناوو ته زیان نه دی اوښتی.
دا متقابل بریدونه داسې مهال ترسره کېږي چې قطر او عمان د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو ډیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوي.

- Advertisment -spot_img