بلومبرګ د یوې نوې څېړنې له مخې راپور ورکړی، چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو ماډلونو په ازمایښتي سناریوګانو کې په وار وار ملکي وګړي، امبولانسونه، تسلیمېدونکي سرتېري او ان په ایران کې یو ښوونځی په تېروتنې سره پوځي اهداف پېژندلي دي.
د معلوماتو له مخې، د انتروپيک شرکت د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو تر ټولو کمزورې پایلې لرلې، په داسې حال کې چې د اوپن اې آی (OpenAI) ماډلونه د غوره فعالیت لرونکو ماډلونو په ډله کې وو، خو هغوی هم تېروتنې کړې دي.
د څېړنې موندنې ښيي چې د الګوریتمونو د دقت او خوندیتوب ډاډمنول لا هم له جدي ننګونو سره مخ دي. دا موندنې د دفاعي او امنیتي برخو په چارو کې د دغو ټکنالوژیو د کارولو په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي.
همدارنګه، ښيي چې په حساسو عملیاتي چارو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر پرېکړو باید له بشري څارنې پرته تکیه و نه شي.
د يادونې وړ ده چې پورته ياد شوي دواړه په نړیواله سطحه مشهور شرکتونه دي چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم ورسره قرارادادونه لرل او لري.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)