په لغمان ولایت کې د طالبانو امربالمعروف ریاست مسولینو د «کاوون غږ» سیمهییزې راډیو د ژوندۍ خپرونې پر مهال پر یادې راډیو چاپه وهلې او څلور ښځینه کارکوونکې او یو شمېر نور همکاران یې له ځانه سره بیولي دي.
ځايي سرچینو ویلي، چې د امربالمعروف ریاست مسئولین د خپرونې پر مهال د کاوون غږ راډیو دفتر ته ورغلي او څلور ښځینه کارکوونکې یې له سټوډیو او خپرونې څخه ایستلې او نامعلوم لوري ته یې لېږدولې دي.
سرچینه زیاتوي چې د ښځینه کارکوونکو ترڅنګ، د یادې راډیو یو شمېر نور نارینه همکاران هم د امربالمعروف د مسؤلینو له لوري نیول شوي دي.
تر اوسه د یادو خبریالانو او کارکوونکو د نیول کېدو د اصلي لامل، د هغوی د اوسني روغتیايي وضعیت او برخلیک په اړه نور کره جزییات نه دي خپاره شوي او طالب چارواکو هم په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې وړ ده چې کاوون غږ راډیو دوه کاله وړاندې هم د طالبانو د استخباراتو له لوري تړل شوې وه او د ۱۴ میاشتو له ځنډ وروسته ورته بېرته د نشراتو اجازه ورکړل شوه، چې اوس یو ځل بیا د طالبانو له لوري پر رسنیو د محدودیتونو او فشارونو په دوام له ورته چلند سره مخ شوې ده.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)